معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ټاپي پروژې د چارو پرمختګ لپاره له افغانستانه د همکارۍ غوښتنه شوې

د ټاپي پروژې د چارو پرمختګ لپاره له افغانستانه د همکارۍ غوښتنه شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې مشر محمدمراد امانوف د دې پروژې د چارو د پرمختګ لپاره د افغانستان له سرپرست حکومت څخه د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې.

د اذربایجان ټرېنډ خبري آژانس راپور ورکړی، چې امانوف دا څرګندونې په افغانستان کې د ترکمنستان له سفیر حجه اوزوف سره یوځای د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په کابل کې د یوې کتنې پرمهال کړې دي.

د خبر پر بنسټ سرپرست وزیر په‌ دې کتنه کې ویلي، چې د ټاپي د چارو پرمختګ د دوی د حکومت له لومړیتوبونو څخه دی.

امانوف وايي، د ټاپي د نل لیکې د رغونې چارې د ترکمنستان له لوري د افغانستان تر سرحده پورې رسېدلي او د افغانستان په قلمرو کې د دې پروژې د پیل لپاره تیارۍ نیول شوې دي.

د ټاپي لویه نل لیکه د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته رسوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس