معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پاکستان او ایران ترمنځ صفري نقطه کې د نږدې ۳۰۰ افغانانو وژنې پراخ غبرګونونه راپارولي

د پاکستان او ایران ترمنځ صفري نقطه کې د نږدې ۳۰۰ افغانانو وژنې پراخ غبرګونونه راپارولي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تېرې یکشنبې شپه شاوخوا ۳ سوه افغانانو چې غوښتل یې د سیستان – بلوچستان له لارې ایران ته داخل شي، د دغه ولایت په کلګان سراوان سیمه کې د ایراني سرحدي ځواکونو له خونړي برید سره مخ شوي.

په دغه برید کې تر دا مهاله د نږدې ۳ سوه افغانانو د وژل کېدو او تر اویا پورې د ټپي کېدو پخلی شوی دی.

دغه کسان د ایران سرحدي ځواکونو لخوا په مرمیو ویشتل شوي دي.

ډېری فعالانو نیوکې کړي، چې د اړیکو ساتلو لپاره افغان حکومت پر دغې پېښې چوپتیا غوره کړې، خو د افغان حکومت مرکزي ویاند بیا د پېښې د تایید ترڅنګ ویلي، چې د دوی له لوري د پېښې په اړه څېړنې پیل شوي، چې د پایلو تر معلومېدو وروسته به خپل دریځ روښانه کړي.

افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ هم دغې پېښې ته ژوره اندېښنه څرګنده کړې او په دې برخه کې یې د شفافو څېړنو غوښتنه کړې.

بل لور د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، ایران د فلسطین او لبنان د مسلمانانو د دفاع لپاره غږ اوچتوي، خو د افغانستان مسلمانان وژني.

تراوسه معلومه نه ده چې په دې پېښه کې په دقیق ډول څومره کسان وژل شوي یا ټپيان دي، خو کومې ویډیوګانې چې تراوسه په خواله رسنیو کې خپرې شوي، د مرګ – ژوبلې کچه په‌ کې زیاته ښکاري.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس