معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پاکستان دفاع وزیر د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی

د پاکستان دفاع وزیر د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۳ مه نېټه):
د سرپرست افغان حکومت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د یاد پلاوي سره د حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ولیدل.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو مناسباتو، سوداګرۍ، سیمه‌ییز اتصال او دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په باب بحث او خبرې کړي.
د خبرپاڼې له قوله برادر له پلاوي غوښتنه کړې، چې سوداګري او اقتصادي مسایل باید له سیاسي او امنیتي مسایلو جلا او د سیاست ښکار نشي.
دغه راز برادر پاکستان کې د افغان بندیانو خلاصون، تورخم او سپین بولدک کې د مسافرو په تګ_راتګ کې اسانتیا رامنځته شي او عاجلو ناروغانو ته په تلو کې ځانګړې اسانتیا په پام کې ونیسي.
پاکستاني پلاوي بیا خپلو خبرو کې د ذکر شویو مسایلو د حل ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په دې اړه به اړوند وزارتونه او موظفې شوې کمېټې په چټکۍ سره کار وکړي.
دغه پلاوی په داسې مهال کابل ته سفر کوي چې دې وروستیو کې تورخم لاره د تړل کېدو له امله د دواړو لورو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس