معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته سفر کوي

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته سفر کوي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستاني رسنیو د خپلو چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحق دار به نږدې ورځو کې افغانستان ته سفر وکړي.

د رسنیو په حواله د پاکستان د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو په نوې جوړه شوې غونډه کې اسحق دار دغه څرګندونې کړې دي.

نوموړی دغه سفر په داسې مهال کوي چې پاکستان په مکرر ډول د اوسني افغان حکومت تر مشرۍ لاندې افغان خاوره کې د پاکستاني طـ.ـالـ.ـبانو د شتون ادعاوې کړي، خو افغان حکومت یې دا ادعا په کلکه رد کړې او ویلي دي، چې پاکستان کې بریدونه او ناامني د هغوی خپله ستونزه ده او په کار ده چې افغانستان په کې ملامته نه شي.

افغانستان ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر اسحق دار د سفر تر اعلان یو ورځ مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د پيپلز پارټۍ رهبر بلاول بوټو زرداري ویلي، په تشو سفرونو د پاکستان ستونزې نه هواریږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس