معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پاکستان سېند ایالت له زندانونو د ۷۴ مېرمنو او ماشومانو د خوشې کېدو خبر ورکړل شوی

د پاکستان سېند ایالت له زندانونو د ۷۴ مېرمنو او ماشومانو د خوشې کېدو خبر ورکړل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۷ مه نېټه):
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت ویلي، چې تېره ورځ د دغه هېواد د سېند ايالت له زندانونو څخه د ٢٦ افغان مېرمنو په ګډون ٧۴ افغان مېرمنې او ماشومان آزاد کړل شول.
په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ هم ویلي، چې ټاکل شوې٧٠ تنه نور افغانان کډوال چې ٢٧ تنه یې نارينه، ١٩ تنه یې مېرمنې او ٢۴ تنه نور په کې ماشومان دي، په راتلونکو څو ورځو کې د سېند ایالت له زندانونو څخه آزاد کړل شي.
دې وروستیو کې پاکستان حکومت لخوا افغان کډوالو سره د بد چلند له امله پر دوی د یو شمېر افغانانو او نړیوالو نیوکو زور موندلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس