معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د پاکستان غوښتنه؛ افغان حکومت دې مولانان مسعود اظهر و نیسي

د پاکستان غوښتنه؛ افغان حکومت دې مولانان مسعود اظهر و نیسي

د پاکستان غوښتنه؛ افغان حکومت دې مولانان مسعود اظهر و نیسي

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وږي/سنبلې ۲۳مه او د سپټمبر میاشتې ۱۴مه نېټه ده) پاکستان له افغان حکومت څخه په یوه لیک د جیش محمد ډلې د مشر مولانا مسعود اظهر د نیولو غوښتنه کړې.

د پاکستان ایم ایم خبري شبکې د راپور له مخې، د پاکستان حکومت له لوري په لیکل شوي لیک کې، په ننګرهار او کونړ اړند سیمو کې د اظهر د احتمالي شتون ادعا شوې.

دا لیک د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت افغان حکومت ته استولی او د مطلوب کس په اړه د پلټنې او نیونې غوښتنه یې کړې خو د وزارت ویاند په دې اړه د جزیاتو له ورکولو ډډه کړې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس