معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغانان خوشې شول

د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغانان خوشې شول

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغانان آزاد او پرون هېواد ته راستانه شول.

د دغه وزارت په وینا یادو کسانو د قانوني اسنادو د نشتون له امله له یوې څخه تر دریو میاشتو موده بند کې تېره کړې وه.

له دې سره په تېرو دوو ورځو کې شاوخوا ۶۶ تنه افغان بندیان د پاکستان له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته هېواد ته ستانه شوي.

د یو بل خبر له مخې دغه هېواد کې لا هم د افغان کډوالو د نیولو او همداراز په جبري توګه د وېستلو بهیر دوام لري.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس