معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پاکستان لپاره به نوی زېږدیز کال له سختو کړاونو ډک کال وي

د پاکستان لپاره به نوی زېږدیز کال له سختو کړاونو ډک کال وي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۳ مه نېټه):
په داسې حال کې چې د نوي زېږدیز کال له پیل سره سم پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي له لوري پر پاکستان د حاکمیت په موخه د امیر المؤمنین په ګډون وزیران او والیان وټاکل شول، د امریکا ملي راډیو (NPR) د پاکستان له پلازمېنې اسلام آباد څخه په یو راپور کې ویلي، اوسمهال پاکستان تر بل هر وخت ډېر له سختو امنیتي او اقتصادي ننګونو سره مخ دی.
دغې رسنۍ زیاته کړې چې هره ورځ له یاد هېواده پانګه په وتلو ده او د دې ویره ډېره شته چې پاکستان کې روان کال ستر خطرناک ترورریستي بریدونه هم ترسره شي.
دغه رسنۍ په داسې مهال پاکستان د سختو ستونزو سره مخ ګڼي، چې پاکستانی حکومت له یوه لوري خپلو پاکستاني طالبانو، له بل لوري بلوڅو بېلتون غوښتونکو او په سیاسي اړخ کې بیا هند سره د کشمیر پر سر د ناندریو ترڅنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ له سختو فشارونو لاندې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس