پاکستان او افغانستان دوه هغه ګاونډي هېوادونه دي، چې د نورو په پرتله یې هم شریکه پوله اوږده ده او هم یې په خپلو منځونو کې د وګړو، تګ_راتګ زیات دی.
که څه هم د دې هېوادونو د وګړو تر منځ اسلامي، کلتوري، ټولنیزې او نورې اړیکې د دې لامل دي، چې وګړي یې خپلو کې سره تر نورو ډېر نږدې وي، خو په سیاسي لحاظ بیا دا څو پرله پسې لسیزې د پاکستان نا بالغه او نا سم سیاسي او پوځي حرکتونه د دواړو هېوادونو او دواړو وروڼو ولسونو ترمنځ د تاریخي واټن او کرکې د زېږون لامل شوي دي.
وروسته له هغې چې د ازبکستان په سمرقند ښار کې د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته ترسره شوه، د سرچینو له قوله د غونډې په یوه څنډه کې د سرپرست افغان حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د پاکستان په بهرنیو چارو کې د دولت له وزیرې میرمن حنا رباني کهر سره د دواړو هېوادونو په امنیتي، سیاسي او ډییپلوماتیکو اړیکو خبرې وکړې.
د همدغو معلوماتو له مخې تر دې خبرو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او د سرپرست افغان حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ټېلیفوني خبرې وکړې، چې په پایله کې یې په کابل کې د پاکستان سفارت د سفارت ډیپلوماتان او کارکوونکي چې ظاهراً پر سفارت د برید له امله یې افغانستان پرې اېښی ؤ، بېرته د خپلو چارواکو له لوري کابل ته د خپلو سفارتي چارو لپاره راولېږل شو.
او دادی په دوهم قدم کې اوس تازه د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره په یوه درې اړخېزه ناسته کې د ګډون لپاره اسلام آباد ته تللی ؤ چې د راپورونو له مخې اسلام آباد ته د ښاغلي امیر خان متقي دغه سفر د ملګرو ملتونو په اجازې او د پاکستان په لګښت ترسره شوی دی.
پدې کې شک نشته چې د پاکستان دا ډول هڅې او هلې ځلې له علت څخه خالي ندي، ځکه پاکستان ډېر کله افغانانو ته په خوږو کې زهر ورکړي او تېرو څو لسیزو کې همدې ملک تر ډېره بریده پر هغه مرستو اتکاء کړې چې د افغانستان په نامه ترلاسه شوې دي.
بل اړخ ته دا هم باید له یاده و نه باسو چې پاکستان د خپل همدې ناسم سیاست له امله د سیمې او نړۍ په کچه د ګوښه کېدو لوري ته روان دی. اقتصاد یې د هرې ورځې په تېرېدو د رکود پر لور حرکت کوي. بلوڅ وسله والو بېلتون پالو خپلو بریدونو ته زور ورکړی، د واک پر سر د سیاسي ناندریو چیغې یې نړۍ ته ورسېدې او تر دې هر څه مهمه یې دا هم ده چې په پاکستان کې اوس د بلوڅو بېلتون غوښتونکو تر څنګ د ټي ټي پي یا د پاکستان حکومت وسله وال مخالفین ځواکمن شوي دي، او لا هم د هرې ورځې په تېرېدو سره ځواکمن کېږي او خپلو بریدونو ته زور ورکوي او د دې تر څنګ ګڼ نور داسې مسایل شته چې څرګندوي پاکستان د خپل ګاونډي ملک په حق کې د ناسم سیاست له امله ورو_ورو خپله ځان ته قبر باسي.
اوس دلته افغان لوري ته مهمه ده چې د ثابت سیاست نه لرونکي ګاونډي سره هر پل په دقت او فکر کېږدي او داسې نشي چې یو ځل بیا د مکار ګاونډي په مکارو سیاستونو خدای ناخواسته تېروزي.
د افغانستان له خاورې د خپلو دغه اهدافو د ترلاسه کولو ترڅنګ پاکستان له افغانانو د خپلو مخالفو وسلوالو ځپل غواړي، څو هلته خپل ملک کې خپل ناسم سیاست هماغسې د پخوا په څېر پرمخ یوسي.
دا هم باید له یاده و نه باسو چې پر افغانستان د اوسني سرپرست حکومت تر واکمن کېدو وروسته د نورو یو شمېر ګاونډیو ملکونو ترڅنګ، پاکستان هم په سخته وېره کې قرار لري؛ ځکه نو دغه ملک د مار او ماهي په څېر ناټو ته سر او د ناټو مخالفینو ته لکۍ ښوروي، چې په همدې ترڅ کې د عمران خان واکمني هم قرباني شوه.
دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې رسنۍ هره ورځ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو تبصرې او خبرې کوي او له خپلو چارواکو اسناد او معقول دلایل غواړي؛ ځکه هغوی غواړي د دې وتلو په علتونو پوه شي، او پرته له شکه پاکستان هم د همدې لاملونو یو لامل دی.او د دې تر څنګ ټاکل شوې ده چې پاکستان هم شاید د نړیوالو جهتونو له خوا په خړ لیست کې شامل شي چې د لویدیځوالو په خبره ترهګري پالي او مالي امکانات ورته برابروي.
دا او دې ته ورته ډېرې نورې قضیې شته چې ښکاروي جنوبي ګاونډی مو پاکستان چې تل د نورو په لاره کې پر څاه کېندنه مشهور دی، اوس خپله هم د څاه تر غاړې ولاړ دی او نژدې ده پکې وغورځېږي. د دې ملک خپل منځي سیاسي او پوځي لانجې پر هغه وسله والو بریدونو سربېره دي چې د دوی وسله وال مخالفین یې هره ورځ هلته ترسره کوي او نه یوازې د دوی ورځنی امنیت یې خراب کړی، بلکې آن د دې ملک بقا یې هم له ګواښ سره مخ کړې ده.
د دې په مقابل کې د ډیورند کرښې دې غاړي ته د افغانستان واکمني یو لاس شوې، ملوک الطوایفي تر ډېره بریده ختمه شوې او افغانستان د ګڼو ستونزو او ناخوالو سره – سره د آبادۍ او پرمختګ په لور روان دی.
له همدې امله اوسنيو افغان واکمنانو ته په کار ده چې زمونږ د دغه مکار ګاونډي له پټو زهرو څخه د ژغورل کېدو لپاره له ډېر دقت څخه کار واخلي او د دوی هره غوښتنه په متقابلې غوښتنې ورځواب کړي. ځکه دنیا ټوله نن پر دوه اړخیزه راکړه ورکړه ولاړه ده او هغه مشهور متل دی چې له يوه لاس څخه ټک نه خېږي. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نوروتبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/