معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په دوو جلاوو پېښو کې ۱۲ سرتېري وژل شوي دي

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په دوو جلاوو پېښو کې ۱۲ سرتېري وژل شوي دي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۲ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې تېره ورځ د بلوچستان په ژوب کې د وسلوالو له لوري پر یوه پوځي مرکز د برید په ګډون یاده سیمه کې د نښتو په پایله کې ۱۲ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
رسنیو د ځایي چارواکو له قوله ویلي، چې ژوب کې پر پوځي مرکز د وسلوالو په برید او له هغې وروسته نښتو کې نهه سرتېري وژل شوي دي.
رسنیو د پاکستاني پوځ په حواله یوه بله پېښه کې د دریو نورو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
دوی ویلي، چې دغه درې نور سرتیري د دغه ایالت سوی ولسوالۍ کې پر درنو وسلو سمبالو وسلوالو سره د ډزو په تبادله کې وژل شوي دي.
پاکستاني پوځ د شپې ناوخته خبر ورکړ، چې ژوب کې پر پوځي مرکز د وسلوالو له برید وروسته یې چاڼیز عملیات پای ته ورسېدل او ټول پنځه بریدګر په ځوابي ډزو کې ووژل شول.
د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې نوې جوړې شوې ډلې په ژوب کې د برید مسوولیت اخیستی او په یوه بیان کې یې ویلي، چې د هغو وسلوالو تصویرونه او ویډیوګانې به خپرې کړې، چې په دغه برید کې یې برخه درلوده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس