معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پاکستان په زندانونو کې به پاتې بندي افغانان هم آزاد شي

د پاکستان په زندانونو کې به پاتې بندي افغانان هم آزاد شي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۸ مه نېټه):
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د پاکستان له سرپرست سفير عبيد الرحمن نظاماني سره په کتنه کې په یاد هېواد کې د بندي افغانانو د ژر تر ژره خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
د خبر پر بنسټ نوموړي ویلي، چې غواړي په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته سفر وکړي او د افغان کډوالو د ستونزو اورېدو په موخه لیدنه وکړي.
سرپرست وزیر همدارنګه د هغو افغانانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې، چې د کوچنیو جرمونو او یا د اسنادو د نه لرولو له امله نیول شوي دي.
په ورته مهال کابل کې د پاکستان سفیر هم ژمنه کړې، چې افغان بندیان به خوشې کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس