کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۹ مه نېټه):
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت ويلي، د پاکستان له زندانونو د افغان بندیانو د خلاصون لړۍ کې د سند ایالت له حېدرآباد زندانه هم ۳۰۳ افغان بندیان خوشې شول.
دوی زیاته کړې، چې د دغو بندیانو له منځه یې د نغدي جرمانه شويو اشخاصو جرمانې تادیه کړي او د افغان حکومت په مصرف یې افغانستان ته ولېږدول.
سفارت ویلي اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او کراچۍ کې د هېواد جنرال کونسلګرۍ د هڅو پر مټ دغو خلاصو شویو ۳۰۳ افغانانو کې ۶۳ ښځې او ۷۱ ماشومان شامل وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/