کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۰ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد په عمومي ټاکنو کې د عمران خان د نوماندۍ غوښتنلیک رد شو.
دغو رسنیو د عمران خان په مشرۍ د پي ټي آی ګوند غړو له خولې ویلي، چې د هغه ترڅنګ د یاد ګوند مخکښ غړي او د پاکستان پخواني بهرنیو چارو وزیر، محمود قریشي نوماندۍ غوښتنه هم نه ده منل شوې.
ټاکل شوې د پاکستان عمومي ټاکنې د راتلونکي کال د فېبرورۍ په اتمه نېټه وشي.
د دغه هېواد ډېری خلک د عمران خان د ګوند پلویان دي او د نوموړي د نوماند کېدو غوښتنه کوي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/