معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پاکستان پولیس لا هم د عمران خان د نیولو په هڅه کې دي

د پاکستان پولیس لا هم د عمران خان د نیولو په هڅه کې دي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۵ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې پولیسو د څو ورځو راهیسې د دغه هېواد په لاهور ښار کې د پخواني لومړي وزیر د نیولو په موخه هڅې روانې کړي دي.
راپورونه وایي، د عمران خان پلویان چې پولیسو ته اجازه نه ورکوي، چې عمران خان ونیسي، چې له همدې امله ډېری برخو کې له پولیسو سره په تاوتریخوالي اوښتي.
د دغه تاوتریخوالي په ترڅ کې د دواړو لورو یو شمېر کسان ټپیان شوي، خو کره شمېر یې تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.
د پاکستان په پخواني لومړي وزیر عمران خان باندې تور دی، چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې ده ته د نورو هېوادونو سوغاتونه پلورلي دي، چې په همدې مناسبت یې محکمې اوس د نیولو حکم جاري کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس