معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د پاکستان یوه ډله دیني عالمان بیا ځل افغانستان ته راځي

د پاکستان یوه ډله دیني عالمان بیا ځل افغانستان ته راځي

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۸):
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې د پاکستان د دیني عالمانو یوه ډله روانه اونۍ افغانستان ته راشي.
دغه څلورکسیزه ډله به افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې کابل او کندهار ولایتونو ته سفر وکړي او هلته به له یو شمېر افغان چارواکو سره لیدنې_کتنې ولري.
ظاهراً د دغې سفر هدف پر ډیورنډ فرضي کرښې د وروستیو شخړو، د پاکستان پر شارژدافیر برید او په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کول ښودل شوي.
وړاندې تر دې هم د پاکستاني عالمانو یوه ډله کابل ته راغلې وه چې تر بېرته تلو یو ورځ وروسته یې امریکایي بې پیلوټه الوتکې پر کابل باندې یوه برید کې امریکایي لوري د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو ادعا وکړه.
افغان لوري تر اوسه د پاکستاني عالمانو د ډلې راتلو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس