کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۰ مه نېټه):
د پاکستانۍ رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد پلازمېنه اسلام آباد کې یوې محکمې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د نیولو امر کړی دی.
دغو رسنیو ویلي، پر دغې پخواني لومړي وزیر تور دی چې د واک پر مهال یې له نورو هېوادونو اخیستي تحفې خرڅې کړې دي.
پاکستان کې د توشه خانه په نامه یوه اداره شته چې ولسمشر، لومړي وزیر او نورو چارواکو ته بهرنیو هېوادونو کې د سفرونو پر مهال ورکړل شوې تحفې هلته ساتل کیږي.
محکمې ویلي، چې عمران خان د سرو زرو یو ساعت او ځینې نورې تحفې چې د سعودي د بادشاه او ولیعهد له لوري ورکړل شوي وو، خرڅې کړې او یا یې خپل کور ته وړي دي.
جیو نیوز رسنۍ د خبر له مخې عمران خان تېره ورځ په دې قضیه کې د محکمې لخوا احضار شوی و، خو هغه محکمې ته له ورتګه انکار وکړ چې د محکمې قاضي بیا د هغه په غیاب کې د نوموړي د نیولو امر وکړ.
عمران خان تر شهباز شریف وړاندې د پاکستان د لومړي وزیر په توګه دنده مخته وړله.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/