معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پنجاب مرکز لاهور د نړۍ لومړۍ درجه ککړ ښار وپېژندل شو

د پنجاب مرکز لاهور د نړۍ لومړۍ درجه ککړ ښار وپېژندل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۵  نېټه):

د رسنیو د راپورونو له مخې د نړۍ د هوا پېژندنې او معیار ټاکلو نړیوالې ادارې د پاکستان لاهور ښار د نړۍ له سترو ککړو ښارونو یاد کړی او دې برخه کې یې ورته لومړۍ درجه ورکړه.

د راپور پر بنسټ دغې ادارې د لاهور د هوا کېفیت نن (یکشنبه) ۲۴۸ درجې ښودلی، چې په دې اندازه ککړه هوا بل هېڅ ځای کې نه ده ثبت شوې.

د پنجاب په مرکز لاهور او د دې ایالات په څو نورو ښارونو کې له نږدې دوه اونیو راهیسې هوا ورځ تر بلې د ککړېدو په حال کې ده.

په لاهور او شاوخوا سیمو کې د سختې ککړې هوا او دود له امله د خلکو ورځنی ژوند ګډوډ شوی او له خلکو د ماسک تړلو او له کوره د نه وتلو غوښتنه شوې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس