معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ‎پنجشیر والي د ځایي خلکو د ستونزو حل پۀ اړه د ریيس الوزرا له سیاسي مرستيال سره کتلي

د ‎پنجشیر والي د ځایي خلکو د ستونزو حل پۀ اړه د ریيس الوزرا له سیاسي مرستيال سره کتلي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۸مه نېټه):
د دغه ولایت رسنیز دفتر له لوري ګهیځ نیوز ته په استول شوي خبرپاڼه کې ویل شوي، چې والي د ریيس الوزرا له سیاسي مرستيال سره لیدنه کې د پنجشېر په اړه پر بېلابېلو موضوعاتو باندې خبرې کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې والي په پنجشیر کې د ډاډمن امنیت او د خلکو د بشپړ ملاتړ په اړه نوموړي ته ډاډ ورکړی او.زياته کړې یې ده، چې د پنجشیر خلکو غوښتنې سره سم يې په ځايي اداراتو کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د خبر پاڼې له مخې د پنجشیر والي په رغنيزو برخو کې د پنجشېر د خلکو غوښتنې، په ځانګړي توګه له مرکزه ولسوالیو ته د غځېدلو سړکونو د رغولو، استنادي دېوالونو د جوړولو او د برېښنا په برخه کې د بنسټيزو پروژو پلي کول د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال سره شريک کړي.
خبر پاڼه زیاتوي، چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال بیا د پنجشېر والي ته په یادو برخو کې د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس