معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پنجشېر – بدخشان سړک د پراختیا او جوړولو چارې پیل شوې

د پنجشېر – بدخشان سړک د پراختیا او جوړولو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پنجشېر ځانګړې لوا د پنجشېر – بدخشان سړک د پراختیا او جوړولو چارې په دغه ولایت کې پيل کړې دي.

د دې لوا د مسوولینو په خبره دغه سړک ۱۰ متره عرض لري.

د دې لوا د کنډک قومندان وايي، تر دامهاله دغه سړک د بدخشان کران و منجان ولسوالۍ پورې جوړ شوی دی، چې د پراختیا سربېره ورباندې جغل اچونه شوې او په پام کې ده، چې د بدخشان له بهارک ولسوالۍ سره وصل شي.

د بدخشان د کران ومنجان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي او موټر چلوونکي وايي، له دې ولسوالۍ تر مرکز فېض آباد ښار پورې واټن دوه شپې او دوه ورځې دی.

دوی وايي د دغه سړک د چارو بشپړېدو سره به له کران و منجان ولسوالۍ تر کابل پورې واټن ۱۰ ساعتونو ته راکم شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس