معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پنجشېر څه باندې ۳ زره قیراطه نور زمرد وپلورل شول

د پنجشېر څه باندې ۳ زره قیراطه نور زمرد وپلورل شول

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پنجشېر ولایت ځايي مسوولینو نن د دغه ولايت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو د پلورلو خبر ورکړی.

د دغه ولایت ویاند سیف الدین لټون ویلي، نن د هېواد پر سوداګرو ۳ زره ۲۹۲ قيراطه زمرد د ۱۴۳ زره ۶۰۰ ډالرو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.

د نوموړي په وینا دغه زمرد په دې وروستیو کې د پنجشېر د حصه اول ولسوالۍ د زمردو له کانونو څخه استخراج شوي وو.

تر دې وړاندې هم د هېواد پر سوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورل شوي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس