معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښو غړو د علي وزیر نیول غندلي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښو غړو د علي وزیر نیول غندلي

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پښتون ژغورنې غورځنګ یا PTM ګڼو مخکښو غړو د دغه غورځنګ د یوه پېژندل شوي غړي، علي وزیر نیول غندلي او د نوموړي د خوشې کېدو غوښتنه یې کړې.

پاکستاني چارواکو تر دا دمه رسماً د نوموړي د نیولو پخلی نه دی کړی، خو د پي ټي ایم سرچینو رسنیو ته د علي وزیر د نیولو خبر ورکړی دی.

سرچینو ویلي، چې تېره شپه اسلام‌ آباد کې دوو موټر سایکل سپرو د علي وزیر له موټر سره ټکر کړی، چې یو تن تښتېدلی او بل ټپي شوی، چې علي وزیر ټپي کس د اسلام‌ آباد یوه روغتون ته رسولی او بیا له هغه ځایه پولیسو دی له ځان سره بېولی دی.

علي وزیر چې د پاکستان په پارلمان کې د جنوبي وزیرستان استازی هم پاتې شوی، تر دې وړاندې د دوو کلونو او دوو میاشتو بند له تېرولو وروسته د ۲۰۲۳زېږدیز کال په فبروري میاشت کې د کراچۍ له یوه زندانه خوشې شو.

پر نوموړي تور و، چې د پاکستان د امنيتي ځواکونو پر ضد یې په خبرو سره خلک پارولي وو، خو نوموړي دا تورونه بې‌بنسټه بللي وو.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس