معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پکتيا_خوست پر لویه لار ټرافیکي پېښې درې تنه مړه او نهه نور ټپیان کړي دي

د پکتيا_خوست پر لویه لار ټرافیکي پېښې درې تنه مړه او نهه نور ټپیان کړي دي

کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی لومړی):
د راپورونو له مخې پېښه تېره ورځ د پکتیا_خوست پر لویه لار د ګردې څېړۍ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې موټر له یوه دیوال سره وجنګېد.
مسوولین وایي، دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون درې تنه وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.
د ځایي امنیتي چارواکو په خبره، ټپیان د درملنې په موخه د پکتیا ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
ډېری موټر چلوونکي تل د ټرافيکي پېښو لوی لامل د سړکونو خرابوالی بولي، خو ټرافیکي مسوولین بیا نیوکه کوي چې موټر چلوونکي د موټر چلولو پرمهال بې احتياطي کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس