معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پکتیا حوزوي روغتون له ۱۵۰ څخه ۳۰۰ بسترونو ته ارتقا کوي

د پکتیا حوزوي روغتون له ۱۵۰ څخه ۳۰۰ بسترونو ته ارتقا کوي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۸ مه نېټه)

دګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیا عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د اوسني ۱۵۰ بستر پر ځای به حوزوي روغتون ۳۰۰ بستریز شي.

د نوموړي په خبره له دې سره به د ناروغانو ګڼه – ګوڼه کمه او خدمات به یې پراخ شي.

د پکتیا حوزوي روغتون په پنځو لویو برخو عمومي داخله، عمومي جراحي، نسایي ولادي، د ماشومانو څانګه، عقلي عصبي او نیروسرجري کې د ۴۱۵ کارکوونکو پر مټ خدمات وړاندې کوي.

د یاد روغتون مسوولین وايي، تېر کال دوی ته شاوخوا ۳۷۳ زره ناروغانو مراجعه کړې، چې له جملې یې لوی او کوچني عملیاتونه، ولادتونه، عقلي عصبي او ځینو نورو برخو کې خدمات ترسره کړي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس