کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۷مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپورونه ورکړي، چې پاپوا نیو ګیني کې د ځمکې ښویېدنې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۶۷۰ کسانو ته ورسېد.
رویټرز خبري آژانس ویلي، چې په دې پېښه لږ تر لږه ۱۵۰ کورونه تر خاورو لاندې شوي دي.
په راپور کې تراوسه د شلو کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی او زیاته شوې.
په راپور کې راغلي، چې د پېښې د قربانیانو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی.
د مسوولینو په وینا تر خاورو لاندې د بندو پاتې شویو کسانو د وېستلو لپاره عملیات د ابتدایي وسایلو په واسطه روان دي، خو د پېښې قربانیانو ته په کتو سره اړتیا ده چې په دې عملیاتو کې له درنو ماشینونو کار واخیستل شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/