معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د څاګانو سرونو بندېدو حکم جدي څار لپاره کمېټه جوړه شوه

د څاګانو سرونو بندېدو حکم جدي څار لپاره کمېټه جوړه شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کورنیو چارو د وزیر په مستقیم امر د څاګانو سرونو بندېدو حکم جدي څار لپاره کمېټه جوړه شوه.

کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې دا کمېټه مؤظفه شوې، څو د وزارت د رهبرۍ د هغه حکم تطبیق په جدي توګه وڅاري، چې له مخې یې د هر ډول کېندل شویو څاګانو مالکين باید د خطراتو او پېښو د مخنیوي لپاره د څاګانو سرونه په محفوظه توګه بند کړي.

کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې یاده کمېټه به ټولو ولایاتو ته د یادې موضوع د عملي څارنې لپاره سفر کوي او د سرغړونکو سره به جدي قانوني چلند کیږي.

د وزارت په خبره، لا هم د هېواد سوېل کې څاګانو ته د ماشومانو لوېدنې زړه بوږنونکي پېښې رامنځته کیږي، چې مخنېوی یې اړین دی.

دغه کمېټه وروسته له هغې وټاکل شوه، چې غزني کې وړمه ورځ یوې څاه ته لوېدلي ماشوم او د دې ماشوم ژغورنې لپاره تللي ټیم درې غړیو ژوند له لاسه ورکړ.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس