کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د څلورو ولایتونو د سړکونو د خط اچونې کار پيل شو.
د ترافیکو پولیسو عمومي ریاست د کابل، کندهار، خوست او ننګرهار ولایتونو پر سړکونو د خط اچونې کار پيل کړ، چې ۱۲۰ زره متره مربع مساحت به ولري.
د چارواکو په وینا، دا پروژه به د ترافیکو د عمومي ریاست لخوا د ۷۴ میلیونه افغانیو په لګښت په څلورو میاشتو کې پلې شي.
د چارواکو په خبره د دې پروژې د پلې کېدو موخه د ټرافیکي جریان تنظیمول، د ټرافیکي پېښو مخنیوی او د لارو ښکلا کول دي.
د مسوولینو په وینا د ولایتي سړکونو د جوړولو پروژه کولی شي، د دغو ولایتونو په لویو لارو کې د امنیت په ټینګښت کې اغېزناک رول ولوبوي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/