معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د چاپېریال ساتنې اداره وایي، د هوا ککړتیا سرچینې په کلکه څاري

د چاپېریال ساتنې اداره وایي، د هوا ککړتیا سرچینې په کلکه څاري

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۱۹  نېټه):

د راپورونو له مخې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پر خپلې ټویټر پانې یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې د ژمي له راتګ سره د ښارګوټو او لوړپوړیزو ودانیو مسوولین دنده لري، چې خپل د تودولو سیسټمونه برقي یا ګازي جوړ کړي.

د راپور پر بنسټ، یادې ادارې په دې خپاره کړي بیان کې ویلي، چې د کابل ښار د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره یې په ګڼ مېشتو سیمو، لوړپوړیزو ودانیو او ښارګوټو کې د خبرتیا لپاره څه باندې ۲ زره اطلاعیې خپرې کړې دي.

دغه اداره زیاتوي چې د دوی څارونکي شپه – ورځ د کابل ښار په ټولو برخو کې د هوا د ککړتیا سرچینې څاري او له سرغړوونکو سره به یې قانوني چلند وشي.

په دې وروستیو کې د کابل هوا، ډېره زیاته ککړه شوې او له بلې خوا د ورښتونو نشتون هم اندېښنې زېږولي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس