کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پاکې هوا د نړیوالې ورځې په مناسبت خبرپاڼه کې ویلي، هغه کسان چې د ویجاړۍ او هوا د ککړتیا لامل ګرځي، د مجرمانو په توګه پیژندل کیږي، چې ورسره به جدي چلند کیږي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، یادې ادارې د هوا له ککړتیا سره د مبارزې په موخه لنډ مهاله او اوږدمهاله پلانونه.جوړ کړي دي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې پرون د سپتمبر اوومه د هوا له ککړتیا سره د مبارزې لپاره د نړیوالو اقداماتو د متحرک کولو په موخه د پاکې هوا نړیواله ورځ نومولې ده.
ناپاکه هوا هر کال د افغانستان په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې زرګونه کسانو ژوند اخلي او په ميليونونو نور په بېلابېلو ناروغيو اخته کوي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/