کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سپین بولدک پر لار د پاسپورټ او ویزې جبري کېدو په غبرګون کې د چمن سلګونه اوسېدونکو له یو نیم کال راهیسې پرلت کړی.
تازه د چمن پرلتوالو ګواښ کړی، چې که د دوی غوښتنې ونه منل شي، د چمن – سپین بولدک له لارې د پاکستان او منځنۍ آسیا ترمنځ سوداګري به ودروي.
دوی وايي، نور د پاکستاني چارواکو په تېر ایستنې او دوه مخي سیاست نه تېر وځي.
پرلتوال ټینګار کوي، چې د هغو کسانو مخه به هم ونیسي، چې غواړي له دې پرلته سیاسي ګټه پورته کړي.
په دې اړه پاکستاني چارواکو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.
پرلتوال د خپلې مبارزې د دوام ټینګار کړی او د پاکستاني چارواکو د اقدام په تمه دي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/