معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د چمن پرلت کوونکو د پاکستان حکومت ته ضرب الاجل وټاکه

د چمن پرلت کوونکو د پاکستان حکومت ته ضرب الاجل وټاکه

کابل گهیځ نیوز ( ۲۳ عقرب ۱۴۰۲):
د راپورونو له مخې په سویلي پښتونخوا کې د سپین بولدک – چمن پر دروازه د تګ – راتګ پر مهال د پاسپورټ نه منلو په غبرګون کې د پرلت وهلو له ۲۵ ورځو له تېرېدو وروسته پرلت وهونکي وايي، که د پاکستان حکومت خپله پرېکړه وانخلي پنځه ورځې وروسته به په سویلي پښتونخوا کې ټولې ترانسپورټي لارې وتړي.
دغه پرلت چې لسګونه زره کسان په کې ګډون لري، غوښتنه یې د پاکستان د حکومت له لوري تر اوسه نه ده منل شوې.
بل لور راپورونه وایي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر چمن پرلت کې د ګډون او دغه پرلت کې د وینا پرمهال د تندو نیوکو وروسته په دېره اسماعیل خان کې د پولیسو له لوري نیول شوی دی.
نوموړي تېره ورځ د چمن په پرلت کې ګډون کړی و او په دغه پرلت کې د وینا پر مهال یې پر پاکستاني حکومت توندې نیوکې کړې وې.
ـــــــــــــــــــــــ
گهیځ نیوز از گوشه و کنار کشور و از اطراف و اکناف جهان، با تازه ترین اخبار، وقایع، مصاحبه ها، گزارش ها و تبصره ها روی داغ ترین قضایا ومهم ترین رخداد ها با در نظر داشت اصل دقت و توازن هر ساعت خدمت شما تقدیم می کند. ادرس های خبری ما:

Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس