معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د چین ام.سي.سي شرکت دې د عینک مسو کان په پروژه کې خپل مسوولیتونه تر سره کړي

د چین ام.سي.سي شرکت دې د عینک مسو کان په پروژه کې خپل مسوولیتونه تر سره کړي

دوشنبه، د لړم ۳۰مه
کابل/ګهیځ: د افغانستان سرپرست حکومت د چین له حکومت څخه غوښتي چې، د عینک مسو کان د کیندنې په پروژه کې دې خپل مسوولیتونه ادا کړي.
دا خبره تېره ورځ (یکشنبه د لړم ۲۹مه) د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ملا شهاب الدین دلاور د دغه شرکت له مرستیال اوو مین سره په لیدنه کې کړې.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، په پرونۍ ناسته کې د عینک د مسو پروژې د بېلابېلو برخو، د لرغونو اثارو د لېږد او د شته خنډونو د هواري په اړه خبرې وشوې او په دې کې دلاور د عینک د مسو پروژې پر پیل ټینګار وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د MCC مرستیال د لوګر له عینک سیمې څخه د لرغونو اثارو د لېږد بهیر تر بشپړیدو وروسته د دغې پروژې د عملي کار پیلېدو ژمنه کړې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس