دوشنبه، د لړم ۳۰مه
کابل/ګهیځ: د افغانستان سرپرست حکومت د چین له حکومت څخه غوښتی چې، د عینک مسو کان د کیندنې په پروژه کې دې خپل مسوولیتونه ادا کړی.
دا خبره تېره ورځ (یکشنبه د لړم ۲۹مه) د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ملا شهاب الدین دلاور د دغه شرکت له مرستیال اوو مین سره په لیدنه کې کړې.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، په پرونۍ ناسته کې د عینک د مسو پروژې د بېلابېلو برخو، د لرغونو اثارو د لېږد او د شته خنډونو د هواری په اړه خبرې وشوې او په دې کې دلاور د عینک د مسو پروژې پر پیل ټینګار وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلی چې د MCC مرستیال د لوګر له عینک سیمې څخه د لرغونو اثارو د لېږد بهیر تر بشپړیدو وروسته د دغې پروژې د عملی کار پیلېدو ژمنه کړې.
گهیځ