کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۲مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په کابل کې د چین سفیر جاو شېنګ وايي، هېواد یې له افغانستان سره د ۱۰۰ میلیونه یوانو چې شاوخوا ۱۴ میلیون ډالره کیږي، د مرستې لومړۍ جوپه روانه کړې چې ډېر ژر به کابل ته ورسیږي.
د خبر پر بنسټ،.د چین سفیر پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، دغه مرستې د سېنکیانګ ایالت له هورګوس بندره افغانستان ته روانه شوې دي.
جاو شېنګ همدارنګه ویلي، چې چین افغانستان سره د طبیعي ناخوالو په وخت کې د بشري مرستو لپاره تل ولاړ دی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/