کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۱۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د میدان وردګو ولایتي مسوولین وايي، د کابل – بامیانو لویه لاره چې د حاجي ګک کوتل په سیمه کې د زیاتو واورو له امله بنده شوې وه، بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.
وړمه شپه پر دغې لاره ۲۵ مسافر وړونکي موټر بند پاتي وو، چې پرون د لومړۍ حصې بهسودو ولسوالۍ د مسوولینو له لوري بند کسان له حاجي ګک کوتل څخه بامیانو ته ولېږدول شول او لاره د خلکو د تګ – راتګ پرمخ پرانیستل شوه.
په لومړۍ حصې بهسود، مرکزي بهسود او دایمیرداد ولسوالیو کې د ځینو کلیوالي سیمو لارې لاهم د زیاتو واورو له امله د خلکو د تګ – راتګ پرمخ تړلې دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/