کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل – جلال آباد دوهم لین سړک چې نږدې پنځه میاشتې وړاندې یې د لومړي فاز اول لاټ چارې د ۲۲ کیلو مترو په اوږدوالي سره د ټولګټو چارو وزارت له لوري خصوصي شرکت ته ورکړل شوې، اوس یې د پراخوالي او سمونې کارونه په چټکۍ سره دوام لري.
د دغه دوهم لین د پروژې مدیر انجینر مجاهد شاهد وایي، د کار سرعت زیاتولو لپاره یې ساحه کې پرمختللي ماشین آلات په منظم ډول کار کوي، چې پرمټ یې چارې تر شل سلنې پورې مخته تللي.
کایګر هم خوښ دي، چې دې پروژه کې ورته د کار او خدمت زمینه برابره شوې ده.
ځایي خلک چې جګړو او ناخوالو ځورولي وایي، یاده لار به د دوی د ژوند ښه کولو سربېره ټرافیکي پېښې راکمې او تلونکي مسافر به وکولی شي، چې د سفر پرمهال له ښایسته سیمو نندارې وکړي.
د دغې لویې لارې لومړي فاز اول لاټ رغېدو لپاره له دوو څخه تر دریو کلونو پورې وخت ټاکل شوی دی.
د کابل – جلال آباد دوهم لین سړک چې له ۱۲۶ څخه تر ۱۵۰ کیلو مټرو پورې اټکل شوی، د کابل له بګرامیو څخه پیل پر خاکجبار ولسوالۍ د ننګرهار له حصارک، خوګیاڼي او سره رود ولسوالیو څخه تر تېرېدو وروسته د ننګرهار له حلقوي سړک سره نښلول کیږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/