معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کابل- جلال‌ آباد لویه لار بېرته په عادي ډول پرانیستل شوه

د کابل- جلال‌ آباد لویه لار بېرته په عادي ډول پرانیستل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل- جلال‌آباد لویه لار چې نږدې دوه اونۍ وړاندې د غر ښوویېدنې له امله تړل شوې وه، تېره شپه اووه بجې بېرته د هر ډول تګ – راتګ پرمخ په عادي ډول پرانېستل شوه.
د خبر پر بنسټ، د ټولګټو چارو وزارت ويلي، دغه لویه لار د سرپرست وزیر له لوري بېرته پرانېستل شوه.
د دوی په وینا، دغه لار د کابل دروازې څخه درې کېلومټره لرې د غر ښویېدنې له امله تړل شوې وه، چې د پاک‌کارۍ چارو په بشپړېدو تېره شپه بېرته پرانېستل شوه.
د کابل-جلال‌آباد لویه لاره د هېواد له مهمو لویو لارو څخه شمېرل کیږي، چې د هېواد ختیځو ولایتونو ته د مسافرو تګ‌ – راتګ سربېره له یادو ولایتونو څخه سوداګریز توکي هم پر همدې لاره کابل او نورو ولایتونو ته وړل کیږي.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس