معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کابل – جلال آباد لویې لارې تر بشپړ خلاصون پورې بدیله لار پرانستل شوې

د کابل – جلال آباد لویې لارې تر بشپړ خلاصون پورې بدیله لار پرانستل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۷ مه نېټه):
‏وروسته له هغې چې تېره ورځ د کابل – جلال آباد لويه لار د غر ښوېدو له امله د ټرافیکو پرمخ بنده شوه، د ټولګټو چارو وزارت اعلان وکړ، چې هڅه کوي څو د ملي دفاع وزارت ٣١٣ مرکزي قول اردو دوهمې پلې لېوا انجنيري ټيم په همکارۍ دغه لار هر څه ژر د ټرافیکو پرمخ پرانیزي.
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې‏ د ملي دفاع وزارت ٣١٣ مرکزي قول اردو دوهمې پلې لېوا انجنيري ټيم له وسايطو سره یوځای سیمې ته رسېدلی دی.
د دوی په وینا د عمومي لارې تر خلاصېدو پورې بله فرعي لار جوړه او د مسافرو د تګ – راتګ لپاره د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه.
مسوولینو د کابل – جلال آباد پر لار تلونکو – راتلونکو موټر چلوونکو ته سپارښتنه کړې، چې دوی دې په سروبي ولسوالۍ کې د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ لارې څخه کابل ته د تلو – راتلو برخه کې استفاده وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس