کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لغمان امنیتي مسوولینو ویلي، چې تېره ورځ د کابل – جلال آباد پر لویه لار د درونټې، کاکڅ او مشعلې کمر سیمو کې درې ترافیکي پېښې شوي، چې له امله یې یو تن مړ شوی او ۵۲ نور ټپیان دي.
د امنیې قومندانۍ زیاته کړې، چې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د نسوولینو په وینا ژوبل کسان د درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د دغو ټرافیکو پېښو لامل د موټر چلوونکو ګړندی مزل او بې غوري ښودل شوې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/