کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې سرپرست افغان حکومت د کابل ده کیپک تپه چې د ولسمشر د پخواني مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم قبر هم په کې موجود دی، عمومي هدیرې لپاره وقف کړه.
په دې تړاو د عدلیې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغې تپې ځمکه غصب شوې وه چې اوس دوی راګرځولې او له هغې څخه شخصي استفاده یې منع کړې ده.
د کابل په ۱۷مه حوزه کې د دغې دولتي ځمکې اندازه شاوخوا ۵۵۵ جریبه ښودل شوې ده.
عدلیې وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، هیڅوک حق نه لري چې دغه ځمکې د شخصي موخو او یا د ځانګړې هدیرې په نوم وکاروي.
پر دغې تپې د مارشال محمد قسیم فهیم قبر او شاوخوا باغ پروت دی، چې د راپورونو له مخې ۱۴۳ جریمه ځمکه یې نیولې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/