کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ننګرهار کې جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې د زیاتېدو په موخه یې د کابل – جلال آباد لویې لارې د دوهم سړک جوړولو پروژه په خپلو کاري لومړیتوبونو کې نیولې.
د خبر پر بنسټ نوموړي په دغه ناسته کې ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به یې د ټولګټو وزیر د حکومت له امیر سره شریکه او منظوري به یې واخلي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال تېره ورځ ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې له ځايي مسوولینو، سوداګرو او ولسي خلکو لیدنې کړي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/