کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کابل ښاروالۍ خبر ورکړی، چې د ۹۲۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې له يو څه ځنډ وروسته بیا پیل شوې.
د ښاروالۍ د مسوولینو په خبره د کابل – لوګر سړک پاتې برخه د ښار په دننه کې موقعیت لري، چې د جوړولو چارې یې د افغان حکومت د کابینې د پرېکړې له مخې کابل ښاروالۍ ته سپارل شوې دي.
د کابل – لوګر سړک لومړۍ برخه له نجات څلي څخه تر چرخ آب سیمې پورې د اووه کیلومترو په اوږدوالي او ۶۰ مترو په سور دوه اصلي او دوه فرعي لیکو کې په معياري ډول جوړیږي، چې چارې به يې د دوو کلونو په ترڅ کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/