معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کابل نننۍ چاودنې شپږ تنه وژلي او نږدې شل تنه یې ټپیان کړي دي

د کابل نننۍ چاودنې شپږ تنه وژلي او نږدې شل تنه یې ټپیان کړي دي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۷ نېټه):
د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې نن ماسپښین د کابل ښار په دوهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د شوې چاودنې لۀ امله شپږ تنه وژل شوي او نږدې شل تنه چې اکثریت یې ملکي وګړي دي، ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت ویاند زیاته کړې، ځانمرګی بریدګر وړاندې تر دې چې ځان خپل هدف ته ورسوي، د امنیتي ځواکونو له لورې تر پېژندلو وروسته په نښه او وژل شوی، چې ورسره یې بدن پورې تړلو چاودېدونکو توکو هم چاودنه کړې.
د دې برید مسوولیت تر دا دمه چا نۀ دی منلی خو تېر کې دغې سیمې ته نږدې د یو بل برید مسوولیت داعش ډلې منلی و.
ــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس