معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کابل په شهر نو سیمه کې چاودنه شوې

د کابل په شهر نو سیمه کې چاودنه شوې

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۱):
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور له رسنیو سره په خبرو کې منلې چې دغه سیمه کې چاودنه شوې ده.
د رسنیو د راپورونو له مخې د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه د نورو معلوماتو له ورکړې ډډه کړې.
بل لور بیا رویټرز خبري آژانس د دوو طالب چارواکو له قوله راپور ورکړی چې برید هغه مېلمستون ته نژدې شوی چې بهرنیان او چینايي شرکتونه په کې دېره دي.
د راپورنو له مخې له چاودنې وروسته د خال_خال ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.
دغه پېښه کې د مرګ_ژوبلې په اړه تر اوسه مسوولینو څه نه دي ویلي او نه یې هم کومې ډلې مسوولیت منلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس