کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۳۰ مه نېټه):
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهاند دوکتور احمد شاه زغم چې له کلونو راهیسې په جلدي ناروغۍ اخته شوی و، نن د کابل په یو روغتون کې د دغې ناروغۍ له امله ومړ.
نوموړي څو میاشتې وړاندې ویلي و، چې ترکیه کې یې درملنه شونې ده، خو د بې وسۍ له امله هلته درملنې لپاره نه شي تللی.
د هېواد یو شمېر سیاسیونو هم نوموړي پر مړینه خواشیني ښودلې او دا یې د پښتو ادب په برخه کې یوه ضایع بللې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/