کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د چارو ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د رییس الوزرا په مشرۍ د کابینې ۱۳ غونډه کې پر یو شمېر مهمو اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزو موضوعاتو هر اړخیز بحث شوی او اړوند وزارتونو ته لازمې سپارښتنې شوي.
خبرپاڼه کې د چارو ادارې ویلي، چې په غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده سپارل شوې، څو د کرنې په برخه کې بزګرانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
رییسالوزرا ویلي، د کابینې غړي باید د خلکو ستونزو ته په ژمنتیا سره رسېدنه وکړي او د خلکو هوساینې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/