کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولینو ویلي، چې له نهو کورنیو موسسو سره یې د څه باندې ۱۸ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د همکاريو سندونه لاسليک کړل.
د دغه وزارت د مسوولینو په وینا يادې موسسې به دغه اندازه پيسې د فني او حرفوي زده کړو او د يتيمانو د ملاتړ برخو کې په مصرف رسوي.
د خبر پر بنسټ، کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، ټاکل شوې د دغو سندونو لاسلیک کېدو سره به نږدې ۸ زره کسان له دغو مرستو څخه برخمن شي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/