کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۱مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر، د مِس عینک کان د قراردادي شرکت له رییس “سانګ” سره کتلي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې کتنه کې د مِس عینک کان اړوند بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.
دغه راز د یاد شرکت رییس د پروژې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي، د پروژې د عملي پیل لپاره یې خپل کاري پلانونه او وړاندیزونه شریک کړي او د وزارت د مشرتاب د لازمو لارښوونو غوښتنه يې کړې ده>
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم د قراردادي شرکت د وړاندیزونو او کاري پلانونو له اورېدو وروسته د يادې پروژې د کار د چټکتیا او په نږدې راتلونکي کې د عملي کار د پیل غوښتنه کړې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/