معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کانونو وزارت وایي، د ټاپي پروژې تخنیکي کارونه پای ته رسېدلي

د کانونو وزارت وایي، د ټاپي پروژې تخنیکي کارونه پای ته رسېدلي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۴ نېټه):
د راپورونو له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت ويلي، چې د ټاپي پرو‎ژې تخنیکي کارونه پای ته رسېدلي دي.
دغه وزارت ډاډ ورکوي، چې د ټاپي پروژې پر وړاندې هېڅ کومه ستونزه نشته او دمګړۍ په هرات ولایت کې د دغې پروژې په مسیر کې د ځمکو د استملاک چارې روانې دي.
د کانونو وزارت زیاته کړې، د دې سترې سیمه‌ ییزې پروژې عملي کېدو لپاره له ترکمنستان سره خبرې روانې دي، چې د شمېرو له مخې له ۷۰ تر ۸۰ پورې کوچني کانونه په کابل او ولایتونو کې داوطلبۍ ته وړاندې شوي او له ۴ سوو څخه ډېرې کاني سیمې او ظواهر په ابتدایي توګه سروې شوې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس