معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / د کانکور پایلې، د زده کوونکو هڅې او بریاوې!

د کانکور پایلې، د زده کوونکو هڅې او بریاوې!

وړمه ورځ د ۱۴۰۳ لمریز کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې، چې په ترڅ کې یې د زرګونو افغان ځوانانو د راتلونکي تعلیمي او تحصیلي سفر لومړنۍ ګامونه څرګند شول.

د ازموینو ملي ادارې د شمېرو له مخې سږکال د کانکور ازموینې له لارې ۴۱ زره ۲۹۳ تنه لوړو زده کړو مؤسسو ته، ۲ زره ۱۴۴ تنه د نیمه لوړو زده کړو مؤسسو ته او ۱۳۰۱ تنه دیني مدرسو ته بریالي شوي دي.

دا اعلان شوې پایلې د هغو ځوانانو د هڅو او قربانیو څرګندونه کوي، چې د ډېرو ستونزو او ننګونو په منځ کې یې خپلې زده کړې ترسره کړې او له ګڼو ستونزو او ناخوالو سره سره یې له یوې نړۍ هیلو او امیدونو سره د کانکور تر آزموینې ځانونه را رسولې دي، له همدې امله ویلای شو چې دا ځوانان زموږ د هېواد د راتلونکې هیله او پانګه جوړوي، د دوی بریاوې نه یوازې د دوی شخصي لاسته راوړنې دي؛ بلکې د ټول افغان ولس لپاره د ویاړ او خوښۍ خبر دی.

د اعلان شویو پایلو له مخې د سږ کال د کانکور په آزموینه کې عمومي اول نمره “اتل خان رحیم زوی” د کابل ولایت اوسېدونکی دی چې د ۳۵۹.۶۹ نمرو په اخیستلو سره د کابل طب پوهنځۍ ته بریالی شوی او همدا رنگه سید حامد هاشمي د بلخ ولایت اوسېدونکی دی چې د سږ کال په کانکور آزموینه کې د ټول افغانستان په کچه دوهم نمره شوی، چې دی هم د ۳۵۷.۷۱ نمرو په اخیستلو سره د کابل طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.

همدارنګه شفیع الله نظامي د فراه ولایت اوسېدونکی دی چې د ټول افغانستان په کچه یې درېیم مقام خپل کړی دی او د ۳۵۷.۲۵ نمرو په اخیستلو سره د هرات طب پوهنځي ته بریالی شوی.

د افغان حکومت د لوړو زده کړو وزارت د کانکور آزموینې د پایلو په اعلان سره ویلي دي چې دغه وزارت په علمي ډګر کې د محصلینو لپاره ډېر څه چمتو کړي دي او په ځانګړي ډول هغو کسانو ته چې تازه یې پوهنتونونو ته لار موندلې.

په افغانستان کې تر وروستي سیاسي او پوځي بدلون وروسته په پرله پسې ډول د کانکور د آزموینې اخیستل کېدل او بیا د هغې د پایلو اعلان د دې ښکارندویي کوي، چې د افغان ځوانانو هڅې او قربانۍ بې ځوابه ندي پاتې او په هېواد کې سیاسي او پوځي بدلونونه د هغوی د زده کړو بهیر تر اوسه ندی ټکنی کړی، خو که چېرې له دې یون سره د افغان نجونو هڅې هم یوځای شي او هغه ستونزې حل شي چې دا دوه درې پرله پسې کلونه یې د هېواد نجونه او ښځینه زده کړه یالانې له خپل مسیر څخه وروسته پاتې کړې، د هېواد د پرمختګ پر لار به دا سخت او پېچومي سفرونه ډېر په آسانۍ ترسره شي.

اوس د دې وخت را رسیدلی ترڅو هغه ستونزې او مسایل چې له امله یې د نجونو زده کړو بهیر ټکنی شوی او ځنډېدلي، په پوره چټکۍ له مینځه ولاړ شي او د هېواد تر نیمایي زیات نفوس ته د زمینې برابرولو لپاره هڅې او کوښښونه وشي.

لکه څنګه چې د دغو ځوانانو بریاوې نه یوازې د دوی راتلونکی روښانه کوي، بلکې د ټول هېواد لپاره یوه نوې هیله او انرژي راوړي. دغه ډول د نجونو تعلیم د دې پرمختګ بل وزر دی چې په نه شتون یې په یوه وزر د هېواد د پرمختګ او له نړۍ سره سیالي ناممکنه ده.

هېوادوال مو په یاد لري چې دلته د نجونو د تعلیم تر بندېدلو وړاندې، ډېر کله به نجونو په کانکور آزموینه کې لومړي مقامونه ګټل او خپلې کورنۍ او ټولنې ته به یې ویاړ راوړلو.

څرګنده وه چې افغان نجونې نه یوازې په خپل محنت او ژمنتیا سره بریا ترلاسه کولای شي، بلکې د نورو لپاره به یې هم الهام بخښونکی رول لوبولی شي.

د لوړو زده کړو وزارت او د آزموینو ملي ادارې د مسؤولینو په وینا دوی هڅه کوي چې محصلینو ته یو پرمختللی تعلیمي چاپېریال برابر کړي، څو افغان ځوانان وکولای شي خپلې علمي هیلې او خوبونه په حقیقت بدل کړي خو د دې ترڅنګ دا هم لازمه ده چې باید پدې اړه هم هڅه وشي چې د ټولنې تر نیمایي زیاتې برخې ته هم د منځنیو او لوړو زده کړو حق ورکړل شي، دوی ته زمینه برابره شي او پدې سره به یقینا د غوڅ اکثریت افغانانو مړاوې هیلې یوځل بیا را ژوندۍ شي.

د افغان ځوانانو لپاره دا اعلان شوې پایلې د زده کړو د پرمختګ او د دوی د زړورتیا او استعداد ښکاره بېلګه ده، خو که د کانکور په راتلونکو پایلو کې له ځوانانو سره ملالې نجونې هم ملې شي، دا به د افغانستان او افغانانو په ژوند کې یو لوی بدلون او یو مثبت او اغېزناک ګام وي او ورسره به زموږ د هېواد راتلونکی لا روښانه شي.

په همدې هیله

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس