معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کرنې او مالدارۍ معین د اروپا اتحادیې له ځانګړي استازي سره کتلي

د کرنې او مالدارۍ معین د اروپا اتحادیې له ځانګړي استازي سره کتلي

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ معین د اروپا اتحادیې له ځانګړي استازي توماس نیکولاسن سره کتلي.

په دې کتنه کې د کوکنارو کښت او بدیلو کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د افغان محصولاتو لپاره د بازارموندنې، د پروژو تطبیقي بهیر د آسانه کولو او له بزګرانو او مالدارانو سره د همکارۍ په اړه خبرې شوې دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو له مخې، په دې کتنه کې مولوي عـثماني د اروپایي اتحادیې له لوري د تمویل کوونکو مؤسسو لخوا د ځینو پروژو پر تطبیق نیوکه کړې او ویلي يې دي، هغه پیسې چې د افغانستان د خلکو لپاره ځانګړې کیږي، باید په شفاف ډول ولګول شي، څو خلکو او بزګرانو ته ډېرې ګټې ورسوي.

د اروپا اتحادیې ځانګړي استازي هم په افغانستان کې د دې اتحادیې لخوا د تطبیق کېدونکو پروژو په اړه معلومات ورکړي او د افغانستان د خلکو د وضعیت د ښه والي لپاره یې د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکری دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس